کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د وارداتی توکو له قاچاقه مخنیوی وکړ.
خبر زیاتوی، چې د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو تېره شپه ۳۶ کارتنه قدرت شیدې، ۷ کارتنه ترنګ شیدې (tea whitener) چې په قاچاقی ډول هېواد ته وارد کېدل، ونیول شول.
مسوولینو ویلی، چې یاد نیول شوی توکی د نورو اجراتو لپاره د ننګرهار ګمرک ریاست ته وسپارل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ