کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د جلال آباد ښار د تالاشۍ او مخابراتو چوک په ګډون د کابل هډې په یو شمېر برخو کې د ناقانونه سیمکارتونو د خرڅلاو د مخنیوی کمپاین ترسره شو.
د مسوولینو په وینا نن چهارشنبه بیا دغه کمپاین تورخم ښارګوټی کې ډیورنډ فرضې کرښې ته څېرمه د ګډ کمېسیون له لوری پر لار اچول شوی و.
د خبر له مخې یاد کمپاین کې د مخابراتو رییس، اداری او د آی ټی مدیر، د اترا ادارې ختیځ زون امر او د نورو کارمندانو ترڅنګ د استخباراتو ریاست استازی شتون درلود، چې په پایله کې یې ۱۲۶ قطعې هغه سیمکارتونه چې په غیر قانونی ډول پلورل کېده، ضبط کړل شول.
خبر زیاتوی، مسوولینو یادو پلورونکو ته جدی سپارښته وکړه، چې کۀ راتلونکی کې له دغه ډول پلوره ډډه ونه کړی، له جدی قانونی چلند سره به مخ شی.
دغه کمپاین ننګرهار ولایت کې د ګډ کمېسیون له لوری په دوامداره توګه وخت ناوخت ترسره کیږی، چې موخه یې په ناقانونه توګه د سیمکارتونو د خرڅلاو مخنیوی ښودل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ