کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۷ نېټه):
د ننګرهار پوهنې ریاست مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ریاست اړوند خوږیاڼو سواد زده کړې لس ټولګیو سره د JACK موسسې لخوا د تدریسی موادو مرسته وشوه.
مسوولینو دغه راز یو بل خبر کې ویلی، چې د کوټ پوهنې آمریت اړوند مختلفو ښوونځیو سره د ماشوم ساتنې موسسې لخوا ۱۵۰ دانو د اوبو څښلو ترموزونو او ګیلاسونو مرسته ترسره شوه.
د دې ترڅنګ د شینوارو پوهنې آمریت الفتح لېسې سره د یو معارف پاله کس لخوا د ۵ عددو سطرنجیو او د بهسودو پوهنې آمریت شهید ملنګ لېسې سره د ویناوالۍ په موخه د یو معارف پروره شخص لخوا د یو دانه ډېک مرسته وشوه.
د دوی په خبره د پوهنې رییس مفتی حبیب حضرت حقانی له دغو ټولو مرستو مننه کړې او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د یادو اجناسو څخه په سمه توګه کار واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ