کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۷ نېټه):
د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایی قوانینو د تطبیق بررسۍ او فارمیسۍ چارو ګډ ټیم جلال آباد ښار کې د زرنج پرمټ لېږدېدونکی قاچاقی درمل چې هېڅ ډول قانونی اسناد یې نه درلودل، ونیول.
د خبر له مخې نیول شوی توکی د عامې روغتیا ریاست مرکزی زېرمتون ته ولېږدول شول.
د عامې روغتیا مسوولینو یو بل خبر کې باختر آژانس ته ویلی، چې یاد ټیم درې بابه د درملو د شرکت نمایندګۍ هم بررسی کړې، چې په ترڅ کې یې ۴۰ قلمه شکمن درمل د یوې مودې لپاره قرنطین کړل او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د درملو اړین اسناد د بررسۍ ټیم ته حاضر کړی، څو خپل قرنطین شوی درمل بېرته ترلاسه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ