کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د پوهنې وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلی.
خبر زیاتوی چې دغه لیدنه کې د سرپرست افغان حکومت د پوهنې وزیر د ترکیې او افغانستان ترمنځ ټینګو اړیکو په اشارې سره په افغانستان کې د یاد هېواد تعلیمی خدمتونه ستایلی دی.
د دواړو لورو تر منځ په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر ویلی، چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۴۵ ښوونځی لری او په نږدې راتلونکې کې غواړی، چې په هلمند او خوست ولایتونو کې هم ښوونځی فعال کړی.
سفر زیاته کړې، هېواد یې هڅه کوی چې د ښوونځیو د فعالولو بهیر د افغانستان ټولو ولایاتو ته وغځوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ