کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۹ نېټه):
د بغلان ولایت ځایی مسوولین وایی، چې د دې ولایت والی د مرکزی بغلان ولسوالۍ د نوی او زاړه بغلان هغه سیمې له نژدې لیدلی، چې په وروستیو سیلابونو کې یې د اوسېدونکو کورونه او کروندې لمنځه تللې وې.
د بغلان د والی ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلی، والی چې د ولایت مقام د دفتر رییس یې ملتیا کوله، د مرکزی بغلان ولسوالۍ په نوی او زاړه بغلان کې له هغو سیمو لیدنه کړې چې د وروستیو راوتو سیلابونو له امله یې د ځایی خلکو کورونه او کروندې زیانمنې شوې.
مجیدی د والی له قوله لیکلی، چې ټولو ریاستونو ته دنده سپارل شوې چې هر څه ژر دې له سیلاب ځپلو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړی.
ولایت مقام تر دې دمه پورې د راوتو سیلابونو له امله په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د زیانمنو شوو کورنو کره شمېرې نه دی په ډاګه کړی، خو د بغلان د سرې میاشت رییس ویلی، چې په دغه ولسوالۍ کې یې د راوتو سیلابونو له امله ۲۷ کورونه چې قسماً زیانمن شوی وو، سروې کړی او ژر به مرستې ورسره ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ