د سرپرست افغان حکومت د مشرتابه په هدایت یو پلاوی د سوداګرو ستونزو څېړلو په موخه تورخم ته سفر وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د امیر په امر دغه ځانګړی پلاوی ته دنده ورکړل شوې، چې تورخم او سپین بولدک لویو لارو کې د سوداګرو ستونزې وڅېړی او د حل لپاره یې مشرتابه سره شریکې کړی.
یاد پلاوی کې چې د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د ترانسپورټ معین، سرحداتو عمومی رییس، استخباراتو رییس او د ګمرکاتو عمومی رییس برخه لرله، سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ چې دوی ته به سوداګرۍ برخه کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړی.
د پلاوی غړو ویلی، د تورخم یوه نښلونکې لار به په دوه یا درې نښلوونکو لارو بدله، د تورخم لپاره به ټاکل شوې ۵ سوه جریبه ځمکه خالی او د سکېنرونو د فعالېدو ترڅنګ به اړونده مشکلات له توافق وروسته مشرتابه سره شریک شی.
دغه پلاوی سره د تورخم بېلابېلو مسوولینو د حل پۀ موخه خپلې ستونزې شریکې کړې او پلاوی هم مسوولینو څخه د شته ستونزو په شریکولو او د هوارۍ په لارو چارو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړی پلاوی خپلو برخو کې د تورخم مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د شته ستونزو حل لپاره به کار وکړی او نږدې راتلوونکی کې به ګډ پرېکړه لیک برابر او مشرتابه ته به یې د منظورۍ لپاره وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.