له پاکستانی زندانونو خوشی شوی لسګونه افغانان به نن افغانستان ته ولېږدول شی

کابل-ګهیځ نیوز( د وری ۱۹مه ۱۴۰۲):
ټاکل شوې ده چې نن ( د وری ۱۹مه) ۲۰۸ تنه هغه افغانان چې د قانونی اسنادو د نه شتون په تور په پاکستان کې نیول شوی و، بېرته افغانستان ته را واړول شی.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان جنرال قونصل سید عبدالجبار تخاری وایی، لا هم هلته ۲۶۵ نور افغانان بندیان دی، چې په وینا یې ماشومان هم پکې شته.
دغه بندیان شکایت کوی، چې په زندانونو کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او ان د روژې په میاشت کې خواړه هم نه ورکول کېږی.
ښاغلی تخاری زیاته کړه چې دا اکثره بندیان هغه افغانان دی، چې د درملنې لپاره او یا هم د خپلو، خپلوانو لیدو لپاره پاکستان ته تللی وو چې هلته د قانونی اسنادو نه لرلو له کبله نیول شوی دی.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونصل زیاته کړه چې په کراچۍ کې د بندی دغه کسانو د خوشې کولو پرېکړه یوه اونۍ وړاندې د مارچ پر ۳۱ شوې وه، خو ویل کېږی چې لیږد یې ځکه یوه اونۍ وځنډید چې د لېږدلو لپاره یې بسونه نه وو چمتو شوی.
له دې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې هم اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت چارواکو ویلی و، څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو آزاد شول.
ویل شوی دی چې اوس د کراچۍ ښار په زندانونو کې په پاتې افغان بندیانو کې ماشومان هم شته، خو ښځې پکې نه شته.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.