لوګر کې ښوونځیو باندې څه باندې ۲ لکه ټوکه کتابونو وېشل کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۹ نېټه):
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو د دې ولایت په ۲۷۵ بابه ښوونځیو باندې د نویو چاپ شویو درسی کتابونو د وېش خبر ورکوی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند رسنیو ته ویلی، یاد بهیر د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په لارښوونه پیل شوی، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به ټولو ښوونځیو ته ورسول شی.
نوموړی زیاته کړې، دا نږدې ۲ لکه څلور زره ټوکه کتابونه دی، چې د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو پر ۲۷۵ ښوونځیو به ووېشل شی.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره راتلونکو ورځو کې به د پوهنې وزارت له خوا لوګر ته ۵ لکه او ۳۸ زره ټوکه نور نوی چاپ شوی کتابونه هم ور ولېږل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.