کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی، تېر کال له دغه ولایت څخه د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵۳ زره ټنه تازه، وچه مېوه او نور توکی بهر ته صادر شوی.
د مسوولینو په خبره دغه صادرات د وړم کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی ښیی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په خبره تېر کال له کندهاره ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه، حبوبات، طبی بوټی او معدنیات بهر ته صادر شوی چې ټولیز ارزښت یې له ۳۳۰ میلیون ډالرو اوړی.
هغه وایی، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهاره بهر ته د ټولو صادراتو کچه ۱۲۴ زره ټنه وه چې ارزښت یې هم لږ و او په دې توګه په ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت په صادراتو کې ۶۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. د نوموړی په خبره، تېر کال که څه هم وچکالی وه خو دا چې جګړې نه وې، امنیت و او لارې پرانیستې وې،.نو ځکه له کندهاره بهر ته په پراخه کچه توکی صادر شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ