کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د پروان امنیې قومندانۍ مسوولینو له باختر دولتی آژانس سره په مرکه کې ویلی، چې دغه ولایت کې د امنیه قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن له ۹۷ ګرامه چرسو او ۹۷ ګرامه تریاکو سره یوځای نیولی دی.
دوی ویلی، چې نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته اړونده ارګانونو ته وروپېژندل شی.
د سرپرست افغان حکومت د چارواکو له لوری دې وروستیو کې د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزې زور موندلی چې په ترڅ کې یې پر نشه یی توکو روږدی زرګونه کسان یې د مرکز کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایاتو راټول او د درملنې لپاره یې اړوندو برخو ته تسلیم کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ