کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ د څښلو پاکو اوبو د شبکې جوړېدو کارونه په چټکۍ سره جریان لری.
د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا د رییس په لارښوونه د دغې شبکې د چارو د ښه کېفیت په موخه د پروژې مدیر انجنیر نور زمان حقمل څارنه تر سره کړه.
یاده پروژه چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې د IMC موسسې په همکارۍ پیل شوی، تقریباً ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوی، چې نږدې راتلونکی کې به د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شی.
د یادونې وړ ده د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د جوړ شوی پراختیایی پلان په اساس د لرې پرتو ولسوالیو هغه سیمی په نښه کوی، چې د لسیزو راپدېخوا ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ