کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۰ نېټه):
د ننګرهار برېښنا شرکت مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د ننګرهار د برېښنا شرکت له ټولو پوروړو او باقیدارو پېرودونکو غوښتی، وړاندې تر دې چې د برېښنا بِلونو نه تادیې له امله مو برېښنا پرې شی، خپل بِلونه تادیه او پورونه تصفیه کړئ.
د برېښنا شرکت رییس د ننګرهار ولایت د برېښنا د څه باندې ۷۰ زره پېرودونکو د ۱۴۰۱ لمریز کال د شپږمې یا وروستۍ دورې د بِلونو د چاپ له پروسې هم لیدنه وکړه.
مسوولینو د برېښنا رییس ته ډاډ ورکړ، چې د بِلونو د چاپ پروسه په چټکۍ سره روانه ده او تقریباً پای ته رسېدلې.
د برېښنا رییس د محصول تعینولو څانګې له مسوول او میټر لوستونکو سره هم ولیدل او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې د پېرودونکو چاپ شوی بلونه ژر تر ژره تر پېرودونکو ورسوی او د برېښنا شرکت عواید ترې راټول کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ