کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۱ نېټه):
د ګمرکونو عمومی رییس د مالیې وزارت د کلنی راپور وړاندې کولو په غونډه کې ویلی، چې په تېر ۱۴۰۱ مالی کال کې یې په ټولیز ډول ۱۹۳ میلیارده ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی، چې د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیی.
د یاد وزارت مسوولینو په دې غونډه کې زیاته کړې، چې په وروستی یوه کال کې د ۱۷۰٫۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت توکی له هېواده بهر ته صادر شوی او همداراز د ۵۹۹٫۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت توکی له نورو هېوادونو افغانستان ته وارد شوی دی.
د اوسنی سرپرست افغان حکومت په راتګ سره په ټولیز ډول د عایداتو کچه لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ