کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۱ نېټه):
په داسې حال کې چې هېواد کې له اووم ټولګی پورته نجونو ته د زده کړو اجازه لا هم نه ده ورکړل شوې، خو د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وایی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق (یونسېف) په مالی همکارۍ به سږ کال په دغه ولایت کې څلور زره زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شی.
دوی وایی چې دا پروژه به د صدا انسټیټیوټ لخوا پلې شی.
د سرپل ولایت د پوهنې رییس وایی، سږکال به د صدا انسټیټوت د یونسېف دفتر په همکارۍ د هغو ۴ زره زده کوونکو لپاره چې له ښوونځیو لرې ژوند کوی او له زده کړو بې برخې دی، سیمه ییز ښوونځی جوړ کړی.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پروګرام کې به په ګڼو ولسوالیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره ۱۵۰ ټولګی جوړ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ