کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۲ نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د بشری مرستو لپاره په بېړنۍ توګه ۸ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.
د خوړو د نړیوال پروګرام دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته دغه سازمان له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې له کوره خپل کار ته دوام ورکړی.
اوس دوی د خپلې بودیجې د کمبود له امله ویلی، چې تر راتلونکو نورو شپږو میاشتو مرستو لپاره باید دوی سره ۸ سوه میلیونه ډالره مرسته په عاجله توګه ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ