کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۳ نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د بلوچستان امنیتی چارواکو ویلی، چې څلور تنه پولیس یې له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دغو چارواکو رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې دغو وسلوالو تېره ورځ په کوچلاک سیمه کې د پولیسو پر یوې ګزمې ډزې وکړې او بیا وتښتیدل.
د سیمه ییزو پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی محمد زوهیب ویلی، چې د ډزو په تبادله کې یو وسلوال هم وژل شوی او پاتې نور تښتېدلی دی.
پاکستان له څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د وسلوالو پر وړاندې مبارزه کوی، چې د دې صوبې د شتمنیو لویه برخه غواړی، خو دغه صوبه کې بیا بلوڅ بېلتون پالی له پاکستان څخه د آزادۍ لپاره پر وسلوالې مبارزې لاس پورې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ