کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم ښارګوټی کې د استخباراتو عمومی مدیریت کارمندانو تېره ورځ ۵ کیلو ګرامه قیمتی ډبره (بیروج) چې یوه عراده ډاډسن موټر کې پاکستان ته قاچاق کېدله، نیولې ده.
ځایی مسوولینو ویلی، چې د دغو قیمتی ډبرو د قاچاق په تور یې یو تن له همدې ډاډسن موټر سره یوځای نیولی دی.
له افغانستانه په غیر قانونی ډول د قیمتی ډبرو وېستل ممنوع اعلان شوی، چې په همدې اساس دغه چاره کې ښکېل کسان مجرمین ګڼل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ