کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۳ نېټه):
وروسته تر هغې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ښځینه کارکوونکو د لګېدلو محدودیتونو له امله د بشری وضعیت د ټولو عواقبو مسوول یې سرپرست افغان حکومت بللی و، د حکومت مرکزی ویاند یې په اړه غبرګون ښودلی.
دوی ویلی، نه غواړی چې ملګرو ملتونو ته خنډونه ایجاد کړی، بلکې واضح کول غواړی چې دا د افغانستان یوه کورنۍ ارزښتی موضوع ده چې بل چاته هېڅ نوع ستونزه نه جوړوی او باید ټول لوری ورته درناوی وکړی.
د دوی په وینا دا پریکړه په دې معنا هم نه ده چې دلته تبعیضی چلند کیږی، یا د ملګرو ملتونو فعالیت ته خندونه جوړیږی، بلکې په خبره یې دوی د خپلو ټولو وګړو دینی، کلتوری اوعلیا مصالح په نظر کې نیولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمنتیا لری.
د مرکزی حکومت ویاند پر دوی د فشارونو او بندیزونو پر لګېدو هم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسنی بحرانی بشری وضعیت د همدې بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی دی.
تر یو څۀ ځنډ وروسته یو وار بیا د ښځینه کارکوونکو پر سر د بهرنیو مرستندویه موسسو او سرپرست افغان حکومت د چارواکو ترمنځ اختلافات ټوکېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ