مېدان وردګو کې چارواکو د ګڼ شمېر وسلو، مهماتو او نظامی توکو د نیول کېدو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د استخباراتو ریاست ویلی، د نوموړی ریاست لخوا د دې ولایت اړوند بهسودو ولسوالۍ کې د قومندان علیپور اړوند ګڼ شمېر وسلې او نظامی توکی چې په کې، ۹ میله کلاشنکوف، ۱میل ایم فور ټوپک، ۱ انګرېزی ټوپک، ۱ د دهشکې میل، ۱۵ عدده د هشتاد دو مرمۍ، ۲۱ عدده د راکېټ مرمۍ، ۱۰عدده د راکېټ د مرمیو سوقونه، ۲۲ عدده د اګایز مرمۍ، ۳۳۷ فیره د پیکا، ۱۹ سوه ۱۳ فیره د کلاشینکوف، ۳۲۰ فیره د یولس ډزی، ۲ بکسې د نارنجک انداز مرمۍ، ۵ عدده د هاوان سرګلولې، ۵ سوه عدده حلقوی بارود، زر عدده پټاقۍ، ۲منه وچ بارود، ۶ عدده لاسی بمونه، ۳ عدده د ورځې دوربینونه، ۱۱عدده چانټې، ۷عدده کمربندونه، یوه برچه، دوه نظامی خولۍ، دوه زرهی چانټې ، ۲ عدده نظامی بیکونه، ۱ عدد د نظامی موټر جېک، شامل وو، ونیول شول.
مسوولینو ویلی، چې له یادو مهماتو سره د قومندان علیپور دوه کسان هم نیول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.