کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۴ نېټه):
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین ویلی، چې په دوشی او خنجان ولسوالیو کې د ترافیکی پېښو له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خبر له مخې د دغو پېښو یوه یې د پلخمری_دوشی ولسوالۍ پر لویه لاره باندې د بابر قول پوستې په سیمه کې شوې، چې یوه کرولا موټر له فېلډر موټر سره ټکر کړی او په پایله کې یې د کرولا موټر یوې سورلۍ ژوند بایللی او بل تن ټپی دی.
مسوولینو زیاته کړې، فېلډر موټر کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوی، چې په وخت سره د پلخمری ولایتی روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی،
روغتیایی مسوولینو بیا د دوه تنو ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودلی.
دغه راز د خنجان ولسوالۍ ښار ته نژدۍ اندرابونو لور ته همړپه غزېدلې لارې یو کرولا ډوله موټر یو شپږ کلن ماشوم وهلی، چې هغه هم روغتون ته لېږدول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ