کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د اته تنو غلو له نیول کېدو خبر ورکړی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلی، چې د دغه ولایت د برکی برک ولسوالۍ اړوند د امنیې قوماندانۍ امنیتی منسوبینو لخوا د خاکی دښتې په سیمه کې درې تنه غله هغه مهال ونیول شول، چې د شپې پرمهال یې د اوبو د څاګانو شمسیانې غلا کولې.
د نوموړی په خبره له یادو کسانو سره د یو موټر په شمول څو شمسیانې هم ترلاسه شوی دی.
دغه راز د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې د څرخ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ منسوبینو په هڅو پنځه تنه غله د بېلابېلو جرمونو په تور د یادې ولسوالۍ په مختلیفو سیمو کې نیولی دی.
د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په وینا نیول شوی کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اړونده دوسیې یې قضایی ارګانونو ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ