معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږد ټینګار شوی

د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږد ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې هند، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږد ټینګار کړی دی.
د خبر له مخې ممبۍ ښار کې پرون د هند او مرکزي آسیا کاري ډلې جوړې شوې لومړۍ غونډه کې د چابهار بندر له لارې د سیمه ییزو اړیکو د پراخولو او ټینګولو غوښتنه هم شوې ده.
د چابهار بندر په اړه د هند او مرکزي آسیا د هېوادونو د کاري ډلې یا دغه دوه ورځنۍ ناسته، چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې جوړه شوې وه، د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په کې ګډون درلود.
د چابهار بندر په اړه د دغې ناستې په ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام لپاره د هند استازي ویلي، له ۲۰۱۸ کال څخه تر اوسه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲ اعشاریه ۵ میلیونه ټنه غنم او ۲ زره ټنه نوره غله دانه استول شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس