قزاقستان وایی، هڅه کوو چې افغانستان د اورګاډی پټلۍ له لارې سیمې سره وصل شی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړی وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین سره په کابل کې لیدلی او د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادی ودې او په افغانستان کې د پانګونې په اړه یې ورسره خبرې کړې دی.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په حواله پر ټویټر لیکلی، د سرپرست افغان حکومت بهرنی سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی.
دوی زیاتوی، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګرو ته د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ژومانګارین له قوله زیاته کړې، افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لری، ځکه په خبره یې دا د منځنۍ او سویلی اسیا تر منځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوی چې افغانستان د اورګاډی پټلۍ له لارې له سیمې سره ونښلول شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.