کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغان سیال سره د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو ټیلیفونی خبرې کړی.
دوی ویلی، چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټیلیفونی خبرې کړې دی. سرچینې زیاته کړې، په دې اړیکه کې دواړو لورو پر یو شمېر ګډو ګټو باندې بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری یو ځل بیا د یوه با ثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ