کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې هلمند کې سږ کال په پرېمانه کچه غنم کرل شوی.
هلمند چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی، اوسېدونکی یې تر ډېره بریده په کرنې او مالدارۍ بوخت دی.
د دغه ولایت بزګران وایی، وروستیو اورښتونو د غنمو مرضونه له منځه وړی، خو دوی له مسوولینو غواړی، چې نورو هېوادونو ته د غنمو د قاچاق مخنیوی وکړی.
دوی له حکومته غواړی چې باید د هغو سوداګرو مخه ونیسی، چی د غنمو موسم کې په ارزانه بیه غنم پېری او بیا یې د لوړ قیمت په موخه ګدامونو کې ساتی.
مسوولین وایی، سږ کال د نورو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د غنمو په کَر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ