کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال د ګلبهار رغنیزې پروژې پرانیست غونډې ته ویلی، چې افغانان به په نږدې راتلونکی کې هېواد کې د اورګاډی پټلۍ غځولو او لویو لارو د بیارغونې د سترو پروژو شاهدان وی. نوموړی همداراز له هېواده بهر افغان صنعت کارانو او سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې هېواد ته راستانه شی او په خپل هېواد کې پانګونه وکړی، ځکه په باور یې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
یادې غونډې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مهمند وویل، چې په هېواد کې د افغان پانګوالو له لوری په مختلفو برخو کې پانګونه ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ