نورستان ښوونځیو ته د نوی درسی کتابونه د وېش بهیر پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
د نورستان ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، چې د دې ولایت ښونځیو زده کوونکو لپاره ۲ لکه ۴۷ زره ۲ سوه ټوکه نوی چاپ شوی درسی کتابونو سهمیه په پام کې نیول شوې، چې ۹۷ زره ۹ سوه ۴۱ ټوکه تدریسی کتابونه دوی ته سپارل شوی او پاتې نور کتابونه به په نږدې راتلونکی کې ترلاسه کړی.
مسوولینو زیاته کړې، چې مرکز او ولسوالیو پوهنی آمریتونو ته یې د دغو کتابونو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د نورستان پوهنې رییس مولوی تاج محمد مطمین وایی، په تېر کې یاد ولایت تدریسی کتابونو له سخت کمښت سره مخ وو، چې ډېر ښوونځی تدریسی کتابونو څخه محرم وو.
د دغه په خبره چې تر هلو_ځلو وروسته یې د یونسېف نړیوالې ادارې په همکارۍ سږکال د دې ولایت تدریسی کتابونو ستونزه سل سلنه حل شوې، چې اول نه تر دولسم ټولګیو پورې ټول زده کوونکی به کتاب ته لاسرسی ولری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.