کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا په الاباما ایالت کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوی دی.
فرانس پرېس خبری آژانس راپور ورکړی، چې ډزې د کلیزې په یوه جشن کې شوی چې لسګونه نور کسان په کې ټپیان شوی هم دی. تر اوسه د بریدګر د هویت او د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دی ویل شوی.
دا پېښه د ډېوېل په ښار کې د نڅا په یوه سټوډیو کې چې د زوکړې جشن جوړ شوی و، رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلی، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ