کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلی، افغانستان د تېرو ۲۵ کلونو په پرتله له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدوونکی دی. یادې ادارې تېره ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلی، په داسې حال کې چې مالی سرچینې په وچېدو دی، په افغانستان کې شل میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دی او شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ سره په یو ګام فاصله کې دی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې افغانستان کې له لوږې سره د مخ خلکو شمېر په ټوله نړۍ کې بې ساری دی.
د یادونې وړ ده چې دې ادارې څه موده وړاندې هم ویلی چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخ دی او که مرسته ورسره ونه شی، نو په دې هېواد کې به سخت بشری ناورین رامنځته شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ