جلال آباد کې د آسیا په کچه ۳۰ جریبه ځمکه کې د دینی او عصری علومو ستر کمپلېکس جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې دغه دارالعلوم د اسلامیه محمدیه په نوم دغه مدرسه د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې په لوړې برخې پرتې سیمه کې د دینی او عصری زده کړو کمپلېس لپاره ځانګړې شوې ده.
مسوولینو ویلی، چې په شاوخوا ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړېدونکې دا مدرسه به د راتلونکو پنځو کالو په ترڅ کې د آسیا په کچه یو کم ساری دینی او عصری کمپلېکس وی.
دې مدرسه کې د طب، انجینرۍ، ژورنالېزم، کمپیوتر ساینس او نورو عصری علومو لپاره هم ځای ورکړل شوی دی.
دوی وایی، چې یو مجهز روغتون، پوهنتون او لېسه به هم په کې شتون ولری.
د دوی په خبره زده کوونکی به یې د ټولو اسانتیاوو څخه برخمن وی او په ډېره منظمه بڼه به د دینی او عصری علومو په ګاڼه سمبال او ټولنې ته به د خدمت لپاره وړاندې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.