د فراه له عمومی زندانه ۱۱۴ تنه بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت له عمومی زندانه د کوچنی اختر په مناسبت ۱۱۴ تنه بندیان آزاد شول.
د خبر له مخې د یادو بندیانو د خوشې کولو پر مهال چې د فراه ولایت د عمومی زندان مسوول، د ښاری محکمې رییس، د دیوان جزاء رییس، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د عدلیې ریاست استازی او خبریالانو حضور درلود، د فراه عمومی زندان مسوول وویل، چې یاد بندیان د سرپرست افغان حکومت د امیر د فرمان پر بنسټ آزاد شول.
د ده په خبره دغه بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوی وو او د بند د دوهمې برخې له تېرولو وروسته خوشې شول.
خوشې شویو بندیانو له ډلې یې یو شمېر له رسنیو سره خبرو کې خوښی وښوده او مسوولینو ته یې ژمنه ورکړه چې تر دې وروسته به هېڅکله د جرمونو کولو لپاره زړۀ ښه نه کړی.
په خوشې شویو بندیانو کې ۱۱ ماشومان او درې مېرمنې هم شاملې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.