کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو لخوا په افغانستان کې د سرطان مجهز روغتون جوړولو کمپاین پیل شوی دی.
دغه کمپاین کې خلک د کرکټ ملی ټیم دوه لوبغاړی، راشد ارمان او محمد نبی عیسی خېل، دوه تنه د خېریه بنسټ چلوونکی او د یو شمېر نورو سوداګرو انځورونه په دې موخه ښکته_پورته کوی، چې د دغه روغتون په جوړېدو کې دې د خپلې برخې همکاری وکړی.
تازه د کرکټ ملی ټیم لوبغاړی محمد نبی عیسی خېل ویلی، افغانستان کې د ادې په نوم د سرطان ناروغۍ درملنې روغتون جوړېدو برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
هغه په خپلې فېسبوک پاڼې دا خبر خپور کړی دی، چې د دغه روغتون جوړېدو او تمویل لپاره به خپله خپلې متې بډوهی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ