ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د یوې خپلمنځی شخړې پرمهال د لاسی بم له امله دوه تنه ټپیان شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوې شخړې پر مهال دوه کسان ټپیان شوی دی.
د خبر له مخې یاده پېښه د کوټ ولسوالۍ په قلعه ګانو سیمه کې د دوو وروڼو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د یادې شخړې پر مهال یادو کسانو ګرنیټ یا لاسی بم څخه استفاده کړې، چې په پایله کې دوه کسان ټپیان شوی دی.
د امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د یادې پېښې ځای ته د کوټ ولسوالۍ امینې قومندانۍ پرسونل پر وخت رسېدلی، ټپیان یې لومړی د کوټ ولسوالۍ مرکزی روغتون ته او له هغې وروسته یې د ننګرهار ولایت حوزوی روغتون ته لېږدولی دی.
دوی ویلی، چې د دغې پېښې په تړاو یې یو تورن کس هم نیولی، چې تر پوښتنو_ګروېګنو وروسته به رسماً عدلی او قضایې اورګانونو ته وسپارل شی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.