کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونسېف په مالی لګښت د IMC موسسې له لوری د یاد ولایت ګیان ولسوالۍ د ګل امین په کلی کې د اوبو رسولو د یوې سترې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه شبکه د ۳۶مترو په ژوروالی سره د یوې څاه کیندل، ۳۸ شیردانونو نښلول، چې د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، په بشپړېدو سره یې ۳۸ کورنۍ د پاکو څښاک اوبو له لاسرسی څخه برخمنې شوې.
د پکتیکا ګیان ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې تېر کال په کې د سختې زلزلې له امله ځایی اوسېدونکو ته ګڼ مالی او ځانی زیانونه اوښتی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ