کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د اختر په مناسبت تر څلور میاشتنۍ درملنې وروسته ۵۰ په مخدره توکو روږدی کسان نن له بنده آزاد او خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
د زابل د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې مدیر ویلی، چې دا ۵۰ کسان په بېلابېلو نشو روږدی وو، چې له درملنې وروسته خوشې شول.
د ده په وینا، جوړو شویو کسانو څخه ژمنه اخیستل شوې، چې له دې وروسته به بیا نشې ته مخه نه کوی او له هغه کسانو چې د مخدره توکو کاربار کوی، لرې به ګرځی.
نوموړی زیاته کړې، چې اوس مهال هم لسګونه کسان په مرکزی زندان کې تر درملنې لاندې دی او د دوی مبارزه د نشه یی توکو پر وړاندې روانه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ