کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت مرکز اړوند چوڼی سیمه کې د ۱۰۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د یو باب روغتیایی مرکز لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس په دې اړه ویلی، چې دغه ودانی په څه باندې پنځه جریبه ځمکې باندې د کډوالو چارو د نړیوالې ادارې ( UNHCR) لخوا د روغتیایی اساسی مرکز ( BHC) په ډول جوړیږی، چې کولای شی په معیاری توګه د سیمې خلکو ته روغتیایی خدمات وړاندې کړی.
دغه راز د ولایت مرستیال والی هم خپلو خبرو کې د هېواد آبادی، پرمختګ او خلکو ته د ژوندانه لازمو اسانتیاوو برابرول خپل اساسی مسوولیتونه وبلل.
نوموړی ډاډ ورکړ، چې د لوګر ولایت هغو سیمو ته چی د عام المنفعه خدماتو څخه لرې او محرومې پاتې شوی، پوره پاملرنه به ورته وکړی.
د یادونی وړ ده، چې د چوڼی سیمه مرکز پل علم ته اړوند پرته سیمه ده، چې تر دې دمه یې روغتیایی مرکز په یو شخصی کور کې خپل خدمات وړاندې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ