معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لومړنیو اطلاعاتو له مخې تورخم کې د غر ښویېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه او له لسو ډېر نور ژوبل دي

د لومړنیو اطلاعاتو له مخې تورخم کې د غر ښویېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه او له لسو ډېر نور ژوبل دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د راپورونو له مخې تورخم بندري ښارګوټي ته څېرمه تر ډېورنډ کرښې هاخوا په خېبر ایجنسۍ کې د غره ښویېدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر شپږو تنو ته لوړ شوی دی.
پاکستان کې د بېړنیو مرستندویانو (۱۱۲۲) ډلې ویلي، چې یو شمېر موټرونه لا هم د خاورو او تیږو لاندې دي، نو له همدې امله ښایي د مرګ_ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
د غره ښویېدو له کبله په څو سترو لاریو موټرو کې اور هم لګیدلی.
ویل کېږي دا غر د پرلپسې باران له امله د شپې دوه بجې راښویېدلی دی.
دا پېښه که څه هم له ډیورنډ کرښې هاخوا خېبر ایجنسۍ اړوند سیمه کې شوې، خو سهار وختي د ژغورنې لومړني ماشیني وسایل له جلال آباده ور رسېدلي او د سیمې لسګونه کسان هم پخپلو امکاناتو په ژغورنه بوخت شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس