د کوچنی اختر په مناسبت له یو شمېر ولایاتو ځینې بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د لوګر، ننګرهار، کندهار، غزنی او هلمند له زندانونو څخه د کوچنی اختر په مناسب ۴۵۵ بندیان خوشی شول.
د لوګر د بندخونې مدیر ویلی، د دریو مېرمنو په ګډون ۲۸ تنه بندیان، چې د بېلابېلو جینایی جرمونو په تړاو نیول شوی وو، د کوچنی اختر په مناسبت د ځانګړی فرمان په اساس له بنده آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول. په همدې حال کې د کندهار عمومی بندخونې مسوولین وایی، چې د دغه بندخونې څخه یې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۱۸۴ تنه بندیان د کوچنی اختر په مناسبت د ځانګړی فرمان پر اساس آزاد کړی دی.
ورته مهال د هلمند د مرکزی بندخونې د ټولی قومندان ویلی، له دغه زندان څخه به ټول ۱۰۴ تنه بندیان خوشې شی، چې له دغه ډلې ۴۴ تنه بندیان تېره ورځ خوشې شول او پاتې بندیان به د ولسوالیو له بندخونو خوشې شی.
دغه راز د غزنی له یوه زندان څخه د ۱۵ ښځو په ګډون ۵۰ بندیان هم خوشی شوی دی.
د راپورونو له مخې د ننګرهار له عمومی محبس څخه هم د درې مېرمنو او شپږو ماشومانو په ګډون ۹۵ تنه آزاد شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.