سوداګرۍ وزارت وایی، له منځنۍ آسیا سره اقتصادی اړیکې پراخوو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکی وایی، سږ کال به د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اقتصادی اړیکو د پراخولو هڅې زیاتې کړی.
د چارواکو په وینا په دغو هېوادونو کې ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان شامل دی، چې له افغانستان سره د اقتصادی اړیکو پراخولو ته لېواله دی.
په دې وروستیو کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر کابل ته سفر کړی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وایی، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د درې میلیارد ډالرو په لوړولو، د ترانسپورتی زېربناوو د جوړولو، د اورګاډی پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کانی زېرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دی.
د اقتصادی چارو کارپوهان وایی، که افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادی اړیکې ټینګې کړی، د افغانستان او د سیمې د هېوادونو پر اقتصادی وضعیت به مثبت اغېز وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.