کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند سهاکو سیمه کې په لومړی ځل د افغان بیسیم مخابراتی شرکت لۀ لوری مخابراتی او انټرنیټی خدمتونه پیل شول.
د سرپرست افغان حکومت په راتک سره د معلوماتی ټکنالوژۍ او مخابراتو ریاست همدارنګه افغان بیسیم مخابراتی شرکت په هڅو د زرمت ولسوالۍ سهاکو سیمه کې د اترا ادارې د ( TDF) نهمې پروژې یو سایټ نصب او په فعالیت یې پیل وکړ، چې ( G2) او( 3G) خدمات به وړاندې کوی.
د پکتیا مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ رییس د یادې سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکى کې به د دغې ولسوالۍ هغه ساحې چې مخابراتی پوښښ نه لری، یا ډېر ضعیف دی، نور سایټونه به منظور او نصب کړی.
د سیمې خلکو که څه هم پر دغې چارې خوښی ښودلې، خو غوښتنه یې کړې چې نور مخابراتی شرکتونه دې هم د دوی سیمه کې خپل فعالیتونه چټک کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ