د اختر مبارکۍ پیغام

دا دی د افغان مسلمان ولس د نړۍ له میلیاردونو نورو مسلمانانو سره یوځای د روژې د مبارکې میاشتې تر عبادت او ریاضت وروسته، د اختر د خوښیو او خوشحالیو د لمانځلو هوډ لری. لوی الله دې د افغان مسلمان او مېړنی ولس په ګډون د نړۍ د ټولو مسلمانانو، روژې او عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړی او الله دې د مسلمانانو او په تېره بیا د افغانانو اخترونه نور له ستونزو او غمېزو لیرې او د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کې پر هغوی را وګرځوی.
متأسفانه خوار او ځپل شوی افغان ولس په خپل ټاټوبی کې له پرله پسې کلونو او آن لسیزو را پدېخواه اخترونه چې د خوښۍ او خوشحالۍ سمبول ګڼل کېږی، په ویر او خفګان کې تېر کړی دی. پدې موده کې په هېواد او ولس د کور ورانوونکې جګړې تور او کرغېړن سیوری، ددې ولس او هېواد هره خوښی تر سیوری لاندې راوستلې وه او متأسفانه د ولس په هر کور کې د ویر او ماتم ټغر خپور ؤ.
د جګړې او بدمرغیو دغه شوم او کرغېړن سیوری د هېواد د هر بل وګړی په څېر د هېواد رسنیز فعالان، ژورنالیستان او لیکولان هم اغېزمن کړی وو او د دوی اخترونه او خوښۍ یې پیکه او کم رنګه کړې وې.
اوس چې د حالاتو په بدلون او په هېواد کې د یوه سوله ییز تحول په پایله کې هرڅه بدل شوی دی او په هېواد کې مو د نسبی سولې امید را پیدا شوی، ضرور ده چې زمونږ درانه لیکوالان او قدرمن ژورنالیستان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر خپل اخترونه د سولې او آرامۍ په فضا کې ولمانځی او په هېواد کې د یوې تل پاتې سولې او سوکالۍ لپاره کار وکړی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، د نېکمرغه کوچنی اختر د را رسېدو له امله خپلو درنو هم مسلکانو ته د زړه له کومی د مبارکۍ مراتب وړاندې کوی او د الله په دربار کې لاس لپه کوی تر څو زمونږ د ولس او هېواد اخترونه نور له جګړو او نا خوالو لیرې او د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کې تېر کړی.
د ګهیځ ټولنې د مشرتابه پلاوی

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.