سره صلیب افغانستان کې بد اقتصادی وضعیت له امله د میلیونونو کورنیو د اغېزمن کېدو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی، چې په افغانستان کې د روان بد اقتصادی وضعیت له امله په میلیونونو کورنیو ناوړه اغېز کړی.
د دغې ادارې عمومی دفتر پرون پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، د کاری فرصتونو کموالی د کورنیو اقتصادی وضعیت کمزوری کړی، چې له امله یې ډېری خلک اوس نه شی کولی، څو د خوړو په څېر خپل لومړنی ضروری شیان وپېری.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دغه کسان نور ملاتړ ته اړتیا لری. ملګرو ملتونو ویلی چې روان زېږدیز کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او ۳ سوه زره کسان بشری مرستو ته اړتیا ولری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.