د سوډان جګړه کې ۱۲۰ تنه افغانان بند پاتی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
رسنیو ‏د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ تنه افغانان بند پاتې دی.
دوی ویلی، چې دغو افغانانو د وېستلو لپاره یې هلې_ځلې روانې کړی دی.
بل لور د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلی، چې د خپل پوځ په مرسته یې پرون په سوډان کې د امریکا له سفارت څخه خپل ټول کارکوونکی وېستلی دی.
سوډان کې د خپلمنځی نښتو له امله سلګونه ملکی کسانو ته مرګ_ژوبله اړولې او لا هم دغه جګړه روانه ده.
د معلوماتو له مخې له سوډان څخه د بهرنیو وګړو د وېستلو پروسه د سره سمندرګی له لارې پیل شوې ده.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ اوس مهال هم په سوډان کې سخته جکړه روانه ده او دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش پر ټویټر لیکلی، چې په سوډان کې د بشری فعالیتونو ترسره کول سخت شوی دی او ډېری د بشری فعالیتونو اړوند ځایونو باندې بریدونه شوی او یا هم چور شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.