افغان حکومت هېواد کې د ټولو ډیپلوماټیکو ادارو د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د سرپرست حکومت چارواکو ویلی، هېواد کې د ټولو دیپلوماتیکو ادارو او ډیپلوماتانو امنیت خوندی دی.
د دوی په خبره هېوادونه اوس کولی شی چې په افغانستان کې پرته له کومې وېرې او اندېښنې خپلو ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته دوام ورکړی.
تېر کال د سلواغې په میاشت کې داسې راپورونه خپارل شول چې سعودی عربستان په کابل د خپل سفارت فعالیتونه درولی او خپل دیپلوماتان یې له افغانستان څخه ایستلی دی، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال ویلی، د افغانستان او سعودی عربستان په اړیکو کې کومه ستونزه نشته.
مرکز کابل کې اوسمهال د چین، روسیې اروپایی ټولنې، ترکیې، قطر، ایران، ازبکستان او د جاپان په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو سفارتونه او ډیپلوماټیک ماموریتونه پرانیستی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.