د اختر ورځو پرمهال ننګرهار کې د ترافیکی پېښو له امله یو تن مړ او ۱۲۲ تنه نور ژوبل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د اختر په شپو_ورځو کې ننګرهار سیمه ییز تخصصی روغتون ته د ټرافیکی پېښو له امله ۱۲۲ تنه ټپیان ور وړل شوی، چې له جملې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا د اختر لومړۍ ورځ ۴۲ تنه، په دوهمه ورځ ۴۳ او پۀ درېیمه ورځ ۳۷ تنه د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوی روغتون ته وروړل شوی، چې یو شمېر یې تر درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوی او پاتې نور یې لا هم بستر دی.
د خبرپاڼې له مخې یادو ورځو کې ۵۰ تنه د غذایی تسمم ناروغان هم د درملنې په موخه یاد روغتون ته وروړل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.