کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټول هېواد کې د تېر اختر په دریو ورځو کې ۳۵ ټرافیکی پېښې شوی دی.
د خبر له مخې د دغه شویو پېښو له امله ۲۰ تنو خپل ژوند بایللی او لسګونه نور ژوبل شوی دی.
د ټرافیکی مسوولینو په خبره ډېری پېښې د هغو خلکو له لوری ترسره شوی، چې کم عمره خلک وو او یا یې د موټر چلولو اجازه نامه نۀ درلوده.
د ټرافیکو عمومی ریاست د پلان او پالېسۍ مدیر وایی، چې د دغو ۳۵ ترافیکی پېښو له جملې یې ۴ پېښې په کابل کې رامنځته شوې دی.
تر اختر وړاندې ټرافیکو مسوولینو له خلکو غوښتی وو، چې د اختر په ورځو کې خپلو کم عمره اولادونو ته نقلیه وسایط د ټرافیکی ستونزو نه زېږېدو له امله په واک کې ورنه کړی.
گهیځ