کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد وزارت ویلی، چې مرستندویه بنسټونه او موسسې د بېوزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوی او له همدې امله دغه وزارت په هېواد کې د بېوزلۍ د لمنځه وړلو او اقتصادی ودې په موخه د مرستندویه بنسټونو او موسسو له فعالیتونو څخه له څارنې او روڼتیا سره سم ملاتړ کوی. د اقتصادی چارو کارپوهان ټینګار کوی، چې نړیوالې مرستې به په افغانستان کې هغه وخت اغېزمنې وی، چې د فقر د کمولو په پلمه سیاسی موخې تعقیب نشی.
په ورته مهال د هېواد یو شمېر اوسېدونکی وایی، د کار عواید په نشتوالی کې د دوی لپاره ژوند خورا ستوزمن شوی دی.
دې وروستیو کې د اقتصاد وزارت او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو ترمنځ د ښځینه کارکوونکو پر سر ناندرۍ هم راپورته شوې دی.
گهیځ