ننګرهار کې تر کابو څلور لسیزو وروسته د عبدالخېلو نږدې ۲ سوه جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د ننګرهار کانال ریاست مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ریاست په هلو_ځلو تر څلورو لسیزو وروسته د عبدالخېلو سیمې نږدې ۲ سوه جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه.
د دوی په خبره، د سیلابونو او زیاتو اوبو له تهدید او تخریب څخه د یاد بلاک د سوونو جریبه ځمکې محفوظ کولو او په همدې اندازه ځمکې د خړوبولو لپاره دغه سیمه کې د اسحاق زهیر کرنیز شرکت له لوری محافظوی پوله جوړیږی، چې په جوړېدو سره به سیمه کې مخروبه، جبه زاره او د کښت څخه پاتې ځمکه ښېرازه شی.
د دوی په خبره یادې پولې جوړښت باندې میلیونونه افغانۍ لګښت راځی، چې ورسره به شاوخوا پنځوس تنو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه هم برابره شی.
د کانال ریاست د مطبوعاتی مسوولینو په خبره د دغې چارې تر بشپړېدو وروسته به یاده ساحه سرسبزه او تفریح ځایونه به په کې جوړ شی، چې په وینا یې ورسره به د دغې ځمکې ارزښت هم لا نور لوړ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.