کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د اېرنا خبری آژانس د خبر له مخې د ایټالیا په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شاوخوا ۲۰ تنهکډوال ډوب شوی دی.
دغه آژانس زیاتوی، دغه کډوال په یوې وړې کښتۍ کې سپاره وو، چې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوی.
په سمندر کې کب نیوونکی پر دې توانېدلی چې ۳۴تنه کډوال په اوبو کې له ډوبېدو څخه وژغوری، چې اته مېرمنې او شپږ ماشومان هم په کې شامل دی.
د ایټالیا د حکومت ساحل ساتونکو د ورکو شویو کسانو د پیدا کېدو لپاره هڅې پیل کړې دی.
د ایټالیا حکومت ویلی، چې د روان زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه ۳۶زره او ۶ سوه کډوال دغه هېواد ته دننه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ